د ایران دولتي ټلوېزیون پرون چهارشنبې راپور ورکړی، چې پلازمېنې تهران ته څېرمه په یوه سوداګریز مرکز کې د اور لګېدنې له امله اته کسان مړه شوي او ۳۶ نور ټپیان دي. دا اور لګېدنه د تهران ولایت په اندېشه ښارګوټي کې په «ارغوان» نومي سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې ده. تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی، خو د ایران دولتي ټلویزیون (IRIB) ویلي چې چارواکي په دې اړه څېړنې کوي، خو داسې کومې نښې نه دي لیدل شوي، چې دا پېښه دې له جګړې سره تړاو ولري؛ د ایران او امریکا ترمنځ له تېرو دریو اوونیو راهیسې یو نازک اوربند ټینګ دی.



