د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د امریکا له لوري د ازادي پروژې ته په غبرګون ویلي، د سیاسي کړکېچ حل لپاره نظامي لار نشته. عراقچي په اېکس لیکلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې خبرو پر دوام امریکا باید له احتیاط کار واخلي. عراقچي دغه پروژه بېپایلې بللې ده. نوموړي متحده عربي اماراتو ته د سپارښتنې په توګه ویلي، اوسنیو شرایطو کې باید محتاط و اوسئ. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا مرکزي قومانداني«سنټکام ویلي، هرمز تنګي کې یې د ازادۍ پروژه د کښتیو خوندي او ازاد تګ راتګ په موخه پیل کړې دی.



