په افغانستان کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیایي خدماتو د وضعیت په اړه یوه نوې څېړنه ښيي چې قابلهګانې لا هم د دغه نظام اصلي برخه دي، خو د ښځینه کاري ځواک کمښت، د سیمو ترمنځ ژوره فاصله او تعلیمي محدودیتونه د دغې برخې راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د دغې څېړنې پر بنسټ، تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۹۴ قابلهګانې فعالې وې چې له دې جملې نږدې ۶۷۴۶ تنه یې د عامې روغتیا په سکتور کې کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیایي ځواک تراکم، چې ډاکټران او قابلهګانې په کې شامل دي، په هرو ۱۰ زره کسانو کې یوازې ۱۰.۳ تنه اټکل شوی چې د روغتیا نړیوال سازمان له وړاندیز شوي معیار (۴۴.۵) څخه خورا ټیټ دی. په دغه څېړنه کې د ملګرو ملتونو معلوماتو ته اشاره شوې چې ښيي د میندو د مړینې کچه په ۲۰۰۰ کال کې له ۱۳۷۲ پېښو څخه په وروستیو کلونو کې ۵۲۱ پېښو ته راکمه شوې ده، خو د دغه پام وړ کمښت سره سره بیا هم د مړینې کچه په «لوړ خطر» کې شمېرل کېږي. ورته مهال، د زېږون او له زېږون وروسته خدماتو پوښښ لا هم نابرابر او په ځینو مواردو کې ناکافي دی. د دغې څېړنې له مخې، شاوخوا ۷۶.۴ سلنه ښځو لږ تر لږه یو ځل له زېږون وړاندې روغتیایي معاینه کړې، خو یوازې ۳۳.۴ سلنه یې څلور یا ډېر ځله معاینه شوې دي. همدارنګه ۶۷.۵ سلنه زېږونونه د مسلکي روغتیایي کارکوونکو په شتون کې او ۶۶.۳ سلنه په روغتیایي مرکزونو کې ترسره شوي دي. له زېږون وروسته خدماتو برخه کې، چې د روغتیایي نظام یو له کمزورو کړیو شمېرل کېږي، یوازې ۳۶.۳ سلنه میندې او ۳۴.۳ سلنه نوي زېږېدلي ماشومان تر دوو ورځو پورې معاینه شوي دي؛ دا هغه برخه ده چې په ډېری مواردو کې له روغتیایي خدماتو سره د ښځو لومړنۍ او یوازینۍ اړیکه یوازې تر قابلو محدودېږي. دغه څېړنه د ښار او کلي ترمنځ هم ژوره فاصله په ډاګه کوي؛ په ښارونو کې د مسلکي کارکوونکو په شتون کې د زېږون کچه ۸۸.۸ سلنه ده خو په کلیو کې دا شمېره ۶۱.۱ سلنې ته راښکته کېږي. په ښارونو کې د زېږون وروسته دوه ورځنۍ معاینات ۵۳.۴ سلنه او په کلیو کې یوازې ۳۱.۴ سلنه ثبت شوي دي. جغرافیایي نابرابري هم د ولایتونو په کچه خورا زیاته ده؛ د بېلګې په توګه په کابل کې د مسلکي قابلو په شتون کې د زېږون کچه ۹۴ سلنه ده، خو په نورستان کې دا شمېره یوازې ۹.۵ سلنې ته راښکته کېږي. د بدخشان (۴۸.۲ سلنه)، بادغیس (۲۴.۱ سلنه) او غور (۲۱ سلنه) ولایتونه هم له ملي اوسط څخه خورا ټیټ دي. د قابلو د وېش په برخه کې ډېری یې په لومړنیو روغتیایي مرکزونو (BPHS) کې فعالیت کوي چې شمېر یې ۴۶۳۸ تنو ته رسېږي. دا موندنې په داسې حال کې خپرېږي چې نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د ښځینه روغتیایي ځواک د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. د یونیسف د تحلیل له مخې، که د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۵ کال پورې نږدې ۹۶۰۰ ښځینه روغتیایي کارکوونکې له لاسه ورکړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به ۲۰ زره ښځینه ښوونکې له کاري بازار څخه حذف شي، چې دا چاره به د راتلونکو قابلو او ډاکټرانو پر روزنه مستقیم منفي اغېز وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم خبرداری ورکړی چې دا محدودیتونه د ښځینه روغتیایي ځواک د چمتو کولو لړۍ کمزورې کوي. دغه څېړنه چې د پوهنتون استاد اوڅیړونکي میثم نجفيزاده له خوا خپره شوې، ټینګار کوي چې قابلهګانې په لیرې پرتو سیمو کې د ښځو لپاره د روغتیایي نظام یوازینۍ مرجع ده او د دغې برخې هر ډول تضعیف کولی شي د میندو د مړینې د کمښت لړۍ معکوسه کړي. دا راپور د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی او په داسې حال کې وړاندې کېږي چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې تعلیمي محدودیتونه لا هم پر ځای دي او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې زدهکړو او روغتیایي خدماتو ته له مساوي لاسرسي پرته، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د له لاسه وتلو په حال کې دي.



