چهارشنبه, مې 20, 2026
چهارشنبه, مې 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د قابلو نړیواله ورځ؛ افغانستان ۱۸ زره قابلو ته جدي اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د ميندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د یو میلیون نورو قابلو روزنې ته اړتیا ده. د دغه بنسټ د افغانستان څانګې نن سې‌شنبه د ثور ۱۵ / مې ۵ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د ميندو او ماشومانو د ژوند ژغورنې تر ټولو اغېزمنه لاره، د قابلو په روزنه او مسلکي چمتووالي پانګونه ده. د یاد بنسټ په وینا، قابلې د ښځو لپاره د اميدوارۍ پرمهال د روغتیايي پاملرنې، خوندي زېږون او له زېږون وروسته د ملاتړو خدمتونو ته د لاسرسي په پراخولو کې بنسټیز رول لري. تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي وو، چې افغانستان د ښځو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۱۸ زره قابلو ته اړتیا لري. نړیوالو سازمانونو څو ځله افغانستان کې د ميندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د لوړې مړینې کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د یادونې وړ ده، چې افغانستان لا هم د نړۍ يو له هغو هېوادونو دی، چې د ميندو د مړینې کچه په کې ډېره ده. د قابلو نړیواله ورځ هر کال د مې په ۵مه نېټه نمانځل کېږي، چې موخه یې د نړۍ په روغتیايي نظام کې د قابلو د حیاتي رول غښتلي کول دي. دا ورځ د ميندو او ماشومانو د مړینې د کمولو، د اميندوارۍ پاملرنې، خوندي زېږون او له زېږون وروسته د ملاتړو خدمتونو پر ارزښت ټینګار کوي.

- Advertisment -spot_img