دوشنبه, مې 4, 2026
دوشنبه, مې 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا په وروستي مقام کې راغی

د پاسپورټونو د اعتبار ټاکلو نړیوال سازمان «هینلي» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ په کچه تر ټولو ټیټ ځای کې قرار لري. د دغه شاخص پر بنسټ، چې د هوايي ټرانسپورټ د نړیوالې ټولنې د معلوماتو له مخې چمتو شوی، د افغانستان پاسپورټ لرونکي یوازې ۲۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي. د هینلي په دې نوملړ کې سنګاپور په لومړي مقام کې دی، چې اتباع یې ۱۹۲ هېوادونو ته د تګ اجازه لري؛ خو برعکس افغانستان، سوریه، عراق او پاکستان په ترتیب سره د نړۍ تر ټولو ضعیف پاسپورټونه لري. سیاسي بې‌ثباتي، دوامداره جګړې او د کډوالۍ د کچې لوړوالی هغه اصلي لاملونه بلل شوي چې د افغان پاسپورټ اعتبار یې له خاورو سره برابر کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د «نوماد کپیټلیسټ» شرکت هم په خپل کلني راپور کې د ۱۹۹ هېوادونو ترمنځ افغانستان ته وروستی ځای ورکړی و. په دغه ارزونه کې ایرلنډ او سویس د نړۍ تر ټولو معتبر پاسپورټونه درلودل، خو افغانستان د یمن او اریترې په څېر هېوادونو څخه هم شاته پاتې شوی و.

- Advertisment -spot_img