دوشنبه, مې 4, 2026
دوشنبه, مې 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اوکراین د روسیې د تېلو پر مهمو تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

اوکرایني ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو په یوه پراخ عملیات کې د روسیې بېلابېل اهداف په نښه کړي، چې په‌کې د بالتیک سمندر په غاړه د پری‌مورسک د تېلو بندر هم شامل دی. دغه بریدونه د اورلګېدنې او د مهمو زېرمو د زیانونو لامل هم شوي دي. د «رویټرز» خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولودېمير زيلينسکي ویلي چې یاد عملیاتو د روسیې د تېلو زېربناوو ته «د پام وړ زیان» رسولی او د دې هېواد د جګړې د وړتیا یوه برخه یې کمزورې کړې ده. د روسیې چارواکو ادعا کړې، چې له ۶۰ څخه زیاتې بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړي او زیاتوي چې د پری‌مورسک بندر اورلګېدنه ژر تر کنټرول لاندې راغلې او د تېلو د خپرېدو پېښه نه‌ده ثبت شوې. خو راپورونه وایي چې په نورو سیمو کې بریدونو انساني تلفات هم لرلي، چې په بلګورود سیمه کې د دوو کسانو وژل‌کېدل او د څو نورو ټپي کېدل په‌کې شامل دي. اوکراین همدارنګه ادعا کړې چې د تور سمندر په ساحه کې یې د نووروسیسک بندر ته نږدې ځینې تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي. کېیف وایي، دا بریدونه د روسیې د انرژۍ د صادراتو د کمزوري کولو لپاره د اوږدې مودې ستراتیژۍ برخه ده. کرملین د دغو پېښو په اړه محتاط غبرګون ښودلی، خو خبرداری یې ورکړی، چې که د روسیې د تېلو صادرات کم شي، دا کولی شي د نړیوالو تېلو بیې لوړې کړي چې اوس هم د هر بیرل لپاره له ۱۲۰ ډالرو پورته دي.

- Advertisment -spot_img