یکشنبه, مې 3, 2026
یکشنبه, مې 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګوټرش: د مطبوعاتو ازادي د بشري حقونو او سولې بنسټیزه کيلي ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرش د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د مطبوعاتو ازادي د ټولو ازادیو بنسټ بلل کېږي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د رسنیو له ازادۍ پرته د بشري حقونو تأمین، دوامداره پرمختګ او سوله ناشوني دي. ګوټرش همدا راز د خبریالانو د ملاتړ او د هغوی د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې باید د هغوی امنیت تضمین شي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د حقیقت ساتنې او د هغو کسانو د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي چې حقیقت بیانوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په وینا، د داسې نړۍ رامنځته کول چې په کې خبریالان وکولای شي له وېرې او ګواښ پرته خپل کار ته دوام ورکړي، د نړیوال ثبات او عدالت د ترلاسه کولو له مهمو شرطونو څخه دی.

- Advertisment -spot_img