د پاکستان د دفاعي ځواکونو نوی ټاکل شوی قوماندان او د پوځ د لوی درستیز مشر عاصم منیر، د افغانستان سره سرحدي سیمو ته په سفر کې ویلي چې له افغانستان څخه امنیتي ګواښونه لا هم دوام لري او اسلامآباد به د هر ډول پولې هاخوا برید په وړاندې «قاطع ځواب» ورکړي. هغه ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان له خاورې د نفوذ هڅو په وړاندې درېدل کړي او ګڼ شمېر دغه هڅې یې شنډې کړې دي. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د طالبانو پوستې او د وسلهوالو عناصرو د ملاتړ زیربناوې په نښه کړې دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه اقدامات د امنیتي ګواښونو او د پولې هاخوا بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي. په اعلامیه کې راغلي چې که څه هم پاکستان د ۱۴۰۴ کال د حوت په میاشت کې د پوځي عملیاتو لنډمهاله درېدل اعلان کړي وو، خو له افغانستان څخه د پولې هاخوا بریدونه او د نفوذ هڅې لا هم روانې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو له پیل څخه شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې دي. پاکستان له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي. ملګرو ملتونو ویلي چې د دغو نښتو په لومړیو دوو اوونیو کې د افغانستان په ختیځ کې له ۷۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي. همدارنګه د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د پاکستان په هوايي برید کې چې د مارچ په ۱۶مه د «امید درملنې مرکز» په نښه شوی و، ۲۶۹ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. پاکستان د خپلو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په اړه تر اوسه رسمي ځواب نه دی ورکړی.



