یکشنبه, مې 3, 2026
یکشنبه, مې 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران د جګړې د پای ته رسولو په موخه امریکا ته ۱۴ ماده‌‌یيزه طرحه وړاندې کړې

د راپورونو له مخې، ایران د امریکا د نهه ماده‌یي وړاندیز په ځواب کې د «جګړې د بشپړې پای ته رسېدو» په تړاو ۱۴ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده. د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه وړاندیز د ایران له لوري د یوه سیمه‌ییز منځګړي له لارې امریکايي لوري ته سپارل شوی او د سیمې په کچه د جګړو د پای ته رسولو لپاره یو لړ غوښتنې او لارې چارې په کې شاملې دي. د راپور له مخې، په دې طرحه کې د پوځي تېري نه کولو تضمین، د ایران له شاوخوا د امریکايي ځواکونو اېستل، د سمندري محاصرې پای، د کنګل شویو شتمنیو ازادول، د تاوان ورکول، د بندیزونو لغوه کول، د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړو پای ته رسولو او د هرمز تنګي لپاره د نوي میکانېزم جوړول شامل دي. د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې امریکا په خپل وړاندیز کې د دوه میاشتني اوربند غوښتنه کړې وه، ایران د ۳۰ ورځو په موده کې پر وروستي حل ټینګار کړی او د اوربند د غځولو پر ځای یې د جګړې قطعي پای ته لومړیتوب ورکړی دی. تسنیم زیاته کړې، چې ایران اوس د دغه وړاندیز په اړه د امریکا رسمي ځواب ته په تمه دی. په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: «ډېر ژر به هغه طرحه چې ایران موږ ته تازه رالېږلې، وڅېړو»، خو زیاته کړې یې ده، چې باور نه لري دغه بهیر به وروستي توافق ته ورسېږي.

- Advertisment -spot_img