د مکسیکو په نایاریت ایالت کې د سیلانیانو یو بس له لویې لارې اوښتی او چپه شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي. د نایاریت ایالتي حکومت ویلي، دغه بس چې له جالیسکو څخه روان و، د املاتلان دې کاناس ښار ته نږدې له لویې لارې اوښتی او چپه شوی دی. چارواکي وایي، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د هغوی درملنه روانه ده. چارواکو ویلي، چې د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)