شنبه, مې 2, 2026
شنبه, مې 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا هوايي شرکت د سون توکو د بیو لوړېدو له امله فعالیتونه ودرول

سپیریټ هوايي شرکت اعلان کړی، چې د نفتي موادو د بیو د پام وړ زیاتوالي له امله یې خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې او د فعالیتونو د بندېدو بهیر یې پیل کړی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، یاد شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د وروستیو تحولاتو له امله د جیټ سون توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې، چې د دې شرکت پر مالي وضعیت یې سخت فشار راوستی او د فعالیت دوام یې ناممکن کړی دی. د راپورونو پر بنسټ، د وروستۍ جګړې پر مهال د نفتو د بیو لوړوالي د دې شرکت عملیاتي لګښتونه د پام وړ زیات کړي، چې له امله یې د فعالیت د دوام ټول پلانونه له ناکامۍ سره مخ شوي دي. همداراز ویل کېږي، چې د دې شرکت د فعالیتونو درېدنه ښايي زرګونه کاري فرصتونه له منځه یوسي او د هوايي چلند پر سکټور هم منفي اغېز وکړي. چارواکو ویلي، چې د دې شرکت د ژغورنې لپاره ترسره شوې هڅې بې‌پایلې وې او د فعالیت د دوام لپاره کومه بېړنۍ حل‌لاره ونه موندل شوه. سرچینې زیاته کړې، چې کارپوهان خبرداری ورکوي، د نفتي موادو د بیو زیاتوالی ښايي نور هوايي شرکتونه هم له ورته ستونزو سره مخ کړي.

- Advertisment -spot_img