جمعه, مې 1, 2026
جمعه, مې 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا د جګړې وزیر کانګرس ته د ایران د جګړې په اړه معلومات ورکوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر نن کانګرس ته ځي، چې د ایران د جګړې په اړه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. د دې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې پیت هیګست د کانګرس د غړیو سوالونو ته ځواب وایي او ټاکل شوې ده چې ښاغلی هیګست به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اعشاریه پنځه تریلیونه ډالرو دفاعي بودیجې په اړه هم د استازیو جرګې غړیو ته توضیحات ورکړي. په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوند استازیو تر دې مخکې د ایران د جګړې په اړه د ترلاسه کړیو معلوماتو په اړه نارضایتي څرګنده کړې وه، نو داسې اټکل کیږي چې له ښاغلي هګیست څخه به سختې پوښتنې وشي.

- Advertisment -spot_img