چهارشنبه, اپریل 29, 2026
چهارشنبه, اپریل 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امارات له اوپک او اوپک‌پلس څخه وځي

متحده عربي اماراتو نن سې‌شنبه اعلان کړی، چې د نفتو صادروونکو هېوادونو له سازمان (OPEC) او «اوپک‌پلس» (OPEC+) ائتلاف څخه د وتلو پرېکړه یې کړې ده. د الجزیرې د راپور له مخې، د اوپک پخواني غړي متحده عربي اماراتو دغه اقدام به د یاد سازمان د کمزوري کېدو او د انرژۍ په نړۍوال بازار کې د ګډوډیو رامنځته کېدو لامل شي. اماراتو دغه پرېکړه په داسې حال کې اعلان کړې، چې په هرمز تنګي کې د روان وضعیت له امله د فارس خلیج هېوادونو د تېلو صادرات له خنډ او ستونزې سره مخ شوي؛ هغه تنګی چې د نړۍ ډېره برخه ګاز او تېل ترې تېرېږي. د یادونې وړ ده، چې اماراتي چارواکو د سیمه‌ییزو ګواښونو پر وړاندې د فارس خلیج د همکارۍ شورا غړو او عربي هېوادونو پر کمزوري غبرګون نېوکه کړې ده. «اوپک» له دیارلسو هېوادونو جوړ یو نړۍوال سازمان دی، چې په ۱۹۶۰زیږدیز کال کې د تېلو د تولید، صادرولو او بیو ټاکلو په موخه تاسیس شوی او «اوپک‌پلس» یو غیررسمي ائتلاف دی، چې د اوپک د ټولو غړو په ګډون د تېلو د څو نورو لویو تولیدوونکو په غړیتوب په ۲۰۱۶زیږدیز کال د تېلو د عرضې کنټرول او د بیو د بې‌کچې لوړېدو او ټيټېدو په موخه د پراخه همکارۍ په موخه رامنځته شو.

- Advertisment -spot_img