د قزاقستان د انرژۍ وزارت ویلي چې هیواد یې پر دې فکر نه کوي، چې د تېلو د صادرونکو هیوادو له سازمان( اوپیک) څخه به وځي. د منځنۍ اسیا دغهَ هیواد یوه ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ، چې متحده عربي امارات ویلي چې د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د بحران په ترڅ کې له اوپیک څخه ووځي. اوپیک په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د سعودي عربستان، ایران، کویت، عراق او وینزویلا له لوري په بغداد کې تاسیس شو، چې اوس یې د متحدو عربي اماراتو په ګډون شمېر دوولسو ته رسیږي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)