شنبه, اپریل 25, 2026
شنبه, اپریل 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د لوږې بحران په ډېرېدو دی

د ملګرو ملتونو ادارو په یو تازه راپور کې ویلي، چې په نړۍ کې فاجعه‌ناکه لوږه له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۹ چنده زیاته شوې ده. په «د ۲۰۲۶ خوړو بحران» راپور کې راغلي چې، هغه کسان چې له سختې لوږې سره مخ دي، په همدې موده کې دوه چنده شوي دي. دغه راپور چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په ګډون د څو ادارو له خوا چمتو شوی، زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د لومړي ځل لپاره د غزې تړانګې او د سوډان په ځینو برخو کې د فاجعه‌ناکې لوږې دوه پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، افغانستان د یمن، سوریې، پاکستان او جنوبي سوډان ترڅنګ په نړۍ کې د لوږې د بحران له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. په ټولیز ډول، په ۴۷ هېوادونو یا سیمو کې ۲۶۶ میلیونه کسان په ۲۰۲۵ کال کې له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ وو، چې د څېړل شوې نفوس نږدې ۲۳ سلنه جوړوي. په راپور کې دا هم ویل شوي چې، د ماشومانو خوارځواکي لا هم یوه جدي اندېښنه ده او شاوخوا ۳۵.۵ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې نږدې ۱۰ میلیونه یې په شدید ډول اخته دي. راپور چمتو کوونکو ادارو ویلي چې جبري کډوالۍ هم د دې بحران د لا سختېدو له مهمو عواملو څخه ده او په ۲۰۲۵ کال کې له ۸۵ میلیونو څخه زیات کسان د خوراکي بحران له امله بې‌ځایه شوي دي. دغه راپور خبرداری ورکوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به هم په نړۍ کې د خوراکي ناامنۍ کچه لوړه پاتې شي او جګړې، اقلیمي بدلونونه او اقتصادي بې‌ثباتي به وضعیت نور هم خراب کړي. په همدې حال کې، د خوړو نړیوال پروګرام مخکې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې تر ۱۷ میلیونو زیات کسان په ژمي کې له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي. د نویو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سختې لوږې له ګواښ سره مخ کسانو شمېر د تېر کال په پرتله شاوخوا ۳ میلیونه زیات شوی دی. همدارنګه وړاندوینه شوې چې، د ماشومانو ترمنځ خوارځواکي به هم زیاته شي او نږدې ۴ میلیونه ماشومان به په ۱۴۰۵ کال کې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. د ملګرو ملتونو دغه تازه راپور ښيي، چې په نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې د لوږې بحران لا پسې خرابېدو ته روان دی او بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ورځ تر بلې زیاتیږي.

- Advertisment -spot_img