جمعه, اپریل 24, 2026
جمعه, اپریل 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

وحیدالله اصغري د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی

د افغانستان د سنوکر او بیلیارد ملي فدراسیون رئیس، وحیدالله اصغري، د ناڅرګندو وسله‌والو کسانو په یو برید کې وژل شوی دی. د دغه فدراسیون مسؤلینو او د ورزشي ادارې مشرتابه د نوموړي مړینه تائید کړې او دا یې یوه لویه ضایعه بللې ده. د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست پر خپل ویب پاڼه په دې اړه خپور شوي دغمشریکۍ پیغام کې لیکلي اصغري د افغانستان په کچه د سنوکر او بیلیارد لوبو د ودې او پراختیا لپاره ارزښتناک کارونه ترسره کړي وو او په دې برخه کې د هغه نه ستړې کېدونکې هڅې د یادولو وړ دي. ورته مهال د طالبانو امنیتي مسؤلو ارګانونو ویلي چې د پېښې په اړه یې جدي پلټنې پیل کړې دي او عاملین به د قانون منګولو ته وسپاري. دوی زیاته کړې په دې اړه د لا زیاتو جزیاتو د موندلو هڅې روانې دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو کې په هېواد کې د وسله‌والو بریدونو او مرموزو وژنو لړۍ زیاته شوې ده؛ یوازې په تېره میاشت کې په هرات او بغلان ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي.

- Advertisment -spot_img