په ملګرو ملتونو کې د ايران استازی امیر سعید ایرواني ویلي چې، تهران د امریکا لهخوا د سمندري محاصرې د لغوه کېدو په صورت کې د خبرو اترو د دوام لپاره چمتو دی. الجزیرې خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ، (د اپرېل ۲۲) راپور ورکړی چې، ایرواني له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې امریکا باید د نوې دورې د خبرو له پیل مخکې هغه څه ودروي چې هغه یې د «اوربند نقض» بولي. هغه ویلي، د ایران د بندرونو د محاصرې له لغوه کېدو سره سم به د دواړو لوريو ترمنځ د خبرو بل پړاو په اسلاماباد کې ترسره شي او تهران د هر ډول سناریو لپاره چمتو دی. د ایران استازي ټینګار کړی چې هېواد یې د کوم پوځي اقدام پیل کوونکی نه دی او که مقابل لوری سیاسي حل ته لېوالتیا وښيي، ایران خبرو ته چمتو دی. هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې، که د پوځي مقابلې لاره غوره شي، ایران د هر ډول احتمالي نښتې لپاره بشپړ چمتووالی لري. د ایران دریځ دا دی چې خبرې اترې یوازې د امریکا د محاصرې له لغوه کېدو سره دوام کولی شي، په داسې حال کې چې هم مهاله د پوځي سناریوګانو په اړه خبرداری هم ورکړل شوی دی.



