د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبيکستان د پانګونې او سوداګرۍ وزیر او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ مرستیال سره په درې اړخیزه غونډه کې د ټرانزیټي اسانتیاوو، د سوداګرۍ پراختیا او د افغان صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کاري ګروپ د جوړېدو پر موضوع هم هوکړه وشوه. همدارنګه، په غونډه کې د ازبيکستان په نړۍوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب مسئله هم وڅېړل شوه، چې له مخې به یې افغان صنعتي شرکتونه وکولی شي خپل تولیدات په نړۍواله کچه وړاندې کړي او بازارموندنه یې لا پراخه شي.



