دوشنبه, اپریل 20, 2026
دوشنبه, اپریل 20, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یونېسف د افغانستان له روغتیايي سکټوره د ملاتړ ژمنه تازه کړه

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف مشر ویلي چې، د افغانستان روغتیايي سکټور د پياوړتیا لپاره له مرستندویه ادارو سره خپله همغږي جاري ساتي. تاج‌الدین اویواله د طالبانو د روغتیا وزارت د یو شمېر کارکوونکو د ظرفیت‌لوړونې په پروګرام کې زیاته کړې چې، دوی به د یاد وزارت له هغو پالیسو ملاتړ کوي چې د روغتیايي سکټور د ځان‌بسیاینې لامل کېږي. ایواله همداراز ټینګار کړی چې دوی به د افغانستان روغتیايي سکټور د پياوړتیا لپاره د د طالبانو د حکومت ترڅنګ درېږي. په افغانستان د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې مشر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د کمزورتیا په اړه نړیوالې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. یادې ادارې له نورو نړیوالو ادارو هم غوښتي چې د افغانستان له روغتیايي سکټور سره مرسته وکړي.

- Advertisment -spot_img