پاکستاني رسنۍ ډان راپور ورکړی چې په راولپنډۍ ښار کې د امنیتي وضعیت د لوړ خطر له امله له ۱۰ زرو زیات پولیس سرتېري ځای پر ځای شوي دي. د راپور له مخې، دا اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې تمه کېږي د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو په اسلامآباد کې ترسره شي. د پولیسو ویاند ویلي چې له ۱۰ زرو څخه زیات افسران او سرتېري د امنیتي دندو لپاره ګمارل شوي او همدارنګه له ۶۰۰ څخه زیاتې ځانګړې پوستې د ښار د داخلېدو او وتلو لارې تر جدي څارنې لاندې لري. پر لویو لارو هم اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. راپور زیاتوي چې ۴۰۰ ځانګړي کمانډو ځواکونه، ۱۰۰ سنایپر (شارپ شوټران)، ۴ زره د پنجاب هایوې پټرول سرتېري او ۲۰۰ د ډالفن ځواک روزل شوي سرتېري هم د ښار د بشپړ امنیت لپاره ګمارل شوي دي. د امنیتي پلان له مخې، د بهرنیو پلاوو د راتګ او تګ پر مهال د څو پوړیز امنیتي سیستم برخه په توګه ۴۰۰ کمانډو ځواکونه او سنایپر سرتېري هم شامل دي. امنیتي سرچینو ویلي چې د ځواکونو ځای پر ځای کول د اپرېل په ۱۸مه شپه پیل شوي، ځکه بهرني پلاوي به د نورخان هوايي اډې له لارې اسلامآباد ته رسېږي. همدارنګه ویل شوي چې په لومړۍ شیفټ کې له ۳۶۰۰ څخه زیات او په دویمه شیفټ کې شاوخوا ۳۵۰۰ پولیس سرتېري د امنیتي دندو لپاره ګمارل شوي دي. د راپور له مخې، په چتونو ځای پر ځای شوي سنایپر به د ځمکنیو ځواکونو سره اړیکه ولري او د بېسیم له لارې به معلومات تبادله کوي. د راولپنډۍ په بېلابېلو برخو کې سړکونه تړل شوي، پلټنې او د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات زیات شوي، او د «سایف سټي» کیمرې هم ۲۴ ساعته وضعیت څاري. په اسلامآباد کې هم د امنیتي پلان له مخې د زدهکړو کورونه، هوټلونه او ځینې استوګنیزې ودانۍ د موقتي تړلو امر شوی، او د ځینو سیمو د تخلیې موضوع هم تر غور لاندې ده. راپور زیاتوي چې ممکن په پلازمېنه کې د دغو خبرو پر مهال عام رخصتي هم اعلان شي.



