جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د استرالیا محکمې افغانستان کې د جنګي جرمونو تورن سرتېري ته ضمانت منظور کړی

سټرېټس ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د استرالیا یوې محکمې د بن رابرتس-سمېت په نوم پخواني سرتېري ته، چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور تورن دی، ضمانت منظور کړی دی. د راپور له مخې، دا پرېکړه د وري ۲۸مه شوې او قاضي ګریګ ګروګین د سیډني په محکمه کې ویلي، چې د ضمانت وړاندیز شوي شرایط به د تورن د تېښتې او یا هم د شاهدانو په چارو کې د لاسوهنې خطر راکم کړي. ۴۷ کلن رابرتس-سمېت د جګړې اړوند د قتل په پنځو قضیو تورن دی، چې ادعا کېږي د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال یې بې‌وسلې بندیان وژلي دي. هغه په ۲۰۱۱ کال کې د «وېکټوریا کراس» مډال تر لاسه کولو وروسته په استرالیا کې ملي شهرت وموند، چې دا د زړورتیا له پاره د دغه هېواد له تر ټولو لوړو پوځي نښانونو څخه ګڼل کېږي. دغه تورونه د ۲۰۲۰ کال د یوې مهمې پوځي څېړنې له پایلو سرچینه اخلي، چې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې یې د ناقانونه وژنو، شکنجې او نورو ناوړه چلندونو جدي ادعاوې رابرسېره کړې وې، چې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو پر مهال ترسره شوې دي. د پولیسو د کمېشنرې کریسي بارېټ په وینا، رابرتس-سمېت په څو کلونو کې په ګڼو ناقانونه وژنو کې د ښکېلتیا په تور تورن دی. قاضي ګروګین ویلي، که ضمانت نه وای ورکړل شوی، ښايي پخوانی سرتېری تر محاکمې وړاندې “کلونه او کلونه” په توقیف کې پاتې شوی وای. دا قضیه د استرالیا د هغو پراخو هڅو برخه ده، چې غواړي په افغانستان کې د دغه هېواد د پوځي حضور پر مهال د ادعا شویو جنګي جرمونو څېړنه او حساب‌ورکونه یقیني کړي؛ هغه موضوع چې نړیوال پام یې ځانته اړولی او د پوځي چلند او حساب‌ورکونې په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.

- Advertisment -spot_img