جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین د واخان دهلېز ته څېرمه نوی اداري کمپلکس جوړ کړی

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د راپور له مخې، چین د سینکیانګ په ایالت کې، چې له افغانستان او پاکستاني کشمیر سره نږدې موقعیت لري، یوه نوې اداري سیمه رامنځته کړې ده. دغه اداري واحد چې «سینلینګ» نومول شوی، د قراقرم غرونو ته څېرمه او هغو سرحدي سیمو ته نږدې موقعیت لري چې سینکیانګ له افغانستان او پاکستاني کشمیر سره نښلوي. دا سیمه د واخان دهلېز ته هم نږدې پرته ده، چې د سیمې په ستراتیژیکو محاسبو کې مهم ځای لري. د راپورونو له مخې، دا په تېرو څه باندې یو کال کې درېیم اداري واحد دی چې چین په دې سرحدي حوزه کې جوړوي، چې د سیمې پر اهمیت ټینګار کوي. د سینکیانګ د اویغور خودمختارې سیمې حکومت د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري په ۷مه د دې نوې ادارې د جوړېدو اعلان وکړ، خو تر اوسه یې دقیق اداري حدود نه دي په ډاګه کړي. ټاکل شوې چې «سینلینګ» به د کاشغر ولایت تر ادارې لاندې فعالیت وکړي. کاشغر، چې د لرغونې ورېښمو لارې پر تاریخي مسیرونو پروت دی، د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز له مهمو برخو سره هم تړاو لري. د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د راپور له مخې کارپوهان باور لري چې د دې ګام تر شا امنیتي اندېښنې هم شته، په ځانګړي ډول هغه مسایل چې د سینکیانګ لوېدیځو سرحدي سیمو او افغانستان سره تړاو لري. د فودان پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو انستیتوت پروفیسور لین منوانګ ویلي، دا اقدام د سیمې ستراتیژیک اهمیت په ډاګه کوي. هغه زیاته کړې چې د واخان دهلېز په دې ستراتیژۍ کې مهم رول لري. په ورته وخت کې، د سټیمسن مرکز لوړپوړې څېړونکې یون سن وایي، د دې اداري واحد جوړېدل د سیمه‌ییزې حکومتدارۍ د پیاوړتیا او د کنټرول د زیاتوالي لپاره یو عملي ګام بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img