چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د سېلابونو د مرګ ژوبلو شمېر نژدې ۴۵۰ تنو ته ورسېد

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې شمېرې ښيي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله د وژل شویو شمېر ۱۸۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی. د یادې ادارې د راپور له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې ښيي چې ۹ تنه لا هم ورک دي. دا سېلابونه د هېواد په ٢٠ ولایتونو کې راوتلي او د یادې ادارې په وینا تر ۷۰۰۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي. د معلوماتو له مخې، ۷ زره او ۴۷ کورونه او ۱۸ زره او ۶۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه سېلابونو لاندې او ویجاړه کړې ده. همدا راز، د سېلابونو له امله ځینې بنسټیزې زیربناوې هم زیانمنې شوې دي، لکه سلګونه کیلومتره سړکونه او د اوبو رسولو ګڼ شمېر شبکې. طالبان وایي چې ۹ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي. ځینو خلکو د دې سېلابونو له امله د خپل ژوند ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده، له سرپناه نیولې د کور تر ټولو وسایلو پورې. دوی وایي چې بېړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري. په وروستیو کلونو کې دا ډول مرګوني طبیعي پېښې په افغانستان کې ډېرې شوي او دلیل یې د اقلیمي بدلونونو اغېز ښودل کېږي، چې تر ډېرو نورو هیوادونو افغانستان ته زیات متوجه دی. د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان د شنو خونو یا ګلتوني ګازونو په تولید کې هېڅ رول نه لري، خو بیا هم د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې تر ټولو ډېر له دې بدلونونو زیان ویني؛ داسې زیان چې وخت ناوخت د درنو تلفاتو په بڼه څرګندېږي.

- Advertisment -spot_img