د امريکا مرستيال ولسمشر جي ډي وينس، ايران سره له ۲۱ ساعتونه خبرو وروسته بېرته امريکا ته روان شوی دی. نوموړي له تګ مخکې د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، ايران د دوی وروستی او «غوره وړانديز» نهدی منلی. که څه هم نه ده څرګنده چې ايران د امريکا کوم وړانديز نهدی منلی، خو تر دې مخکې ايراني رسنيو راپورونه ورکړي وو، چې د ايران او امريکا ترمنځ د هرمز تنګي په اړه خبرو کې اختلافات شته. بل پلو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي دي، دوی جګړه ګټلې ده او ايران سره د خبرو پايلې ورته مهمې نه دي.



