ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په اسلاماباد کې د امریکا او ایران تر منځ له شاوخوا ۲۱ ساعته خبرو وروسته، د امریکا د زیاتو غوښتنو له امله دا مذاکرات بېپایلې پای ته رسېدلي دي. د ایسنا خبري اژانس یکشنبه د اپرېل پر ۱۲مه، راپور ورکړی، چې دا خبرې ډېرې لنډې وې او د ۲۱ ساعتونو په موده کې څو ځله د دواړو لورو ترمنځ متنونه او وړاندیزونه تبادله شوي دي. له دې سره هممهاله، د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس، هم تایید کړې چې خبرې بېپایلې پای ته رسېدلې. هغه له دغو څرګندونو وروسته، له اسلام اباده واشنګتن ته روان شو. پر دې سربېره، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې ایراني پلاوي په ښه نیت سره خبرو ته کېناست او د خپل هېواد له ارزښتونو او ګټو یې دفاع کړې ده. اخوا، امریکايي پلاوي ویلي چې دوی ایران ته «تر ټولو ښه او وروستی وړاندیز» وړاندې کړی و، خو ایران ونه مانه. پاکستان د دې خبرو کوربه و او لا هم څرګنده نه ده چې دا مذاکرات په بشپړ ډول پای ته رسېدلي که د دوام امکان یې شته.



