یوې امریکايي رسنۍ اکسوس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي، خو په ورته مهال د جګړې د بیا پیل لپاره هم چمتو دی. د راپور له مخې، د ایراني چارواکو چلند ټرمپ خوابدی کړی او هغه یې له ستونزمن حالت سره مخ کړی دی. امریکايي چارواکي وایي، لاهم معلومه نه ده چې د خبرو لومړی پړاو به کومه مهمه پایله ولري که نه، خو هیله لري چې دا به یوازې تشریفاتي ناسته نهوي. هغوی زیاتوي چې یوې هوکړې ته رسېدل ښايي، څو اوونۍ یا حتی میاشتې وخت ونیسي. د دوی په وینا، که اړتیا وي، د اوربند موده ښايي د دوو نورو اوونیو لپاره وغځول شي، خو دا به یوازې هغه وخت وشي چې د امریکا د پلاوي مشر له خبرو څخه د پام وړ پایله ترلاسه کړي. ځینې شنونکي وایي چې د لوړپوړي پلاوي استول د امریکا د جديت نښه ده، خو ځینې نور بیا اندېښنه لري چې دا کار ښايي له وخته مخکې وي. بلخوا، پخواني امریکايي چارواکي وایي چې ایران هڅه کوي په خبرو کې له بېلابېلو فشار وسیلو څخه کار واخلي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له موقعیته. همدارنګه ویل شوي چې د امریکا ولسمشر مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و چې په خبرو کې دې له چل او فریب څخه کار نه اخلي. ایران تر دې وړاندې د شخړې د حل لپاره یو پلان هم وړاندې کړی و، خو لاهم د دواړو خواوو ترمنځ د شرایطو په اړه ځینې اختلافونه موجود دي.



