د ایران او امریکا ترمنځ تر دوو اونیز اوربند وروسته ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې تهران په جګړه کې بریالی دی او په امریکا یې خپله هغه لس مادهییزه طرحه منلې، چې د خبرو اترو پر مهال یې وړاندې کړې وه. د ایران ایسنا خبري اژانس لیکلي، د ایران ملي امنیت عالي شورا له لوري ۱۰مادهییزه طرحه چې لاندې ټکي په کې راغلي په امریکا منلې ده. پر ایران د تجاوز نه کولو لپاره له امریکا د رسمي ژمنې اخیستل، په هرمز تنګي د ایران د پوره کنټرول دوام، د یورانیمو غني کولو لپاره د ایران حق په رسمیت پېژندل، د امریکا د لومړنیو بندیزونو بشپړ لغوه کول، د متحده ایالاتو د ثانوي بندیزونو بشپړ لرې کول شامل دي. دغه راز د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو پرېکړه لیکونو لغوه کول، د ایران پر وړاندې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ټولو پرېکړه لیکونو لغوه کول، ایران ته تاوان ورکول، له سیمې د امریکایي ځواکونو وتل او لبنان کې د اسلامي مقاومت پر وړاندې د بریدونو درولو په ګډون ټولو جبهو سره اوربند کول شامل دي. ایراني رسنیو ویلي، دا هغه ټکي دي، چې تهران په واشنګټن منلي دي.



