شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسرائيلي رژيم د بريدونو له امله ١،١ ميلیونه لبنانیان بېځایه شوي

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، د تېرې فبرورۍ میاشتې له اتمې نېټې راهیسې په لبنان کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د بې‌ځایه شویو شمېر ١،١ میلیونه تنو ته ورسېد، چې د دې هېواد د نفوس یو پر پنځمه برخه جوړوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، اکثره بې‌ځایه شوي کسان د کوربه ټولنو ترمنځ او یا هم په غیرې رسمي مېشت‌ځایونو کې ژوند کوي او تر ډېره لومړنیو او بنسټیزو خدمتونو ته ډېر کم لاسرسی لري. د یادونې وړ ده، چې د دې سربېره پر لبنان د اسرائيلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۴۶۱ تنو ژوند بایللی او شاوخوا ۴ زره او ۴۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

- Advertisment -spot_img