شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پښتونخوا کې د بارانونو او طبیعي پېښو له امله ۴۵ تنه مړه شوي

په خيبر پښتونخوا کې د تېرې مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې سختو بارانونو او د کورونو د چتونو او دېوالونو نړېدو له امله ۴۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي. د پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په مړو شویو کې ۲۳ ماشومان، ۱۷ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي. د راپور له مخې، په دغو پېښو کې ۴۴۲ کورونه زیانمن شوي، چې له ډلې یې ۳۸۲ کورونه په نسبي ډول تخریب او ۶۰ نور په بشپړه توګه له منځه تللي دي. دا پېښې په پېښور، بنو، ایبټ اباد، مردان، باجوړ، هنګو، مومندو، کوهاټ، شمالي او جنوبي وزیرستان، خیبر، نوښار، ډېره اسماعیل خان، کورمه او یو شمېر نورو سیمو کې رامنځته شوې دي. د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وايي اغېزمنو سیمو ته خیمې او نور خوراکي توکي استول شوي او په ټولو ولسوالیو کې اضطراري حالت اعلان شوی ترڅو له قربانیانو سره پر وخت مرسته وشي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې د اپریل له ۶مې تر ۹مې پورې د یو بل پړاو سختو بارانونو اټکل کېږي. له مېشتو ولسونو غوښتل شوي، چې په دې موده کې له غیر ضروري سفرونو، په ځانګړې توګه سیاحتي سیمو ته له تللو ډډه وکړي.

- Advertisment -spot_img