شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هرمز تنګي د کړکېچ یواځینۍ حللاره سمدستي اوربند دی

‏د چین بهرنیو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې وانګ يي له خپل روسي سیال سرګي لایروف سره په یوه تلیفوني اړیکه کې په منځني ختیځ کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. د خبرپاڼې په وينا، دواړو وزیرانو ویلي چې په سیمه کې د جګړې لمبې په بې ساري ډول خپرې شوې او وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی. وانګ يي په دغو خبرو کې ټینګار کړی چې په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ او امنیتي ستونزو د حل اساسي لاره دا ده چې په سیمه کې هر څه ژر یو بشپړ اوربند رامنځته شي. د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې بیجینګ چمتو دی له مسکو سره یوځای د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په چوکاټ کې کار وکړي څو د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي. د دوی په خبره، د منځني ختیځ د کړکېچ د کمولو لپاره به په دوامداره توګه یو له بل سره په اړیکه کې وي. د سیمه‌ییزې سولې، ثبات او د نړۍ د ګډ امنیت د ساتلو لپاره به په نړیواله کچه ګډې هڅې کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره ۴۸ ساعته ضرب‌ الاجل ټاکلی او په سیمه کې د یوې لویې جګړې وېره تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

- Advertisment -spot_img