شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا کې مېشتو افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې مېشت افغانانو د یو لاریون پرمهال پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف بللي دي. دوی ویلي، چې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو له امله سلګونه تنه شهیدان او زرګونه نور بې کوره شوي دي. لاریونوالو دغه بریدونه نه يوازې جنګي جنایت، بلکې د سیمې د امنیت لپاره یې ګواښ بللی دی. تر دې مخکې د طالبانو مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ویلي وو، چې پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو له امله ۷۶۱ تنه شهیدان او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د ښاغلي فطرت له لوري په خپروشویو ارقامو کې ویل شوي، چې د پاکستان د بریدونو له امله ۷۶۱ ملکي هېوادوال شهیدان او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي. پاکستاني پوځيانو په ننګرهار، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کابل، کونړ، لغمان او نورستان باید هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۱۴۰ کورونه ویجاړ، ۱۳ ښوونځي او ۳۴ جوماتونه تخریب او ۴۲ موټر هم له منځه تللي دي.

- Advertisment -spot_img