شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو مشورتي غونډه ترسره شوه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري، د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» مهمه غونډه ترسره شوه. دا غونډه د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د لوړ پوړو استازو په ګډون جوړه شوې وه، چې موخه یې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پیاوړتیا او د سیمه‌ ییز اتصال، سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره د ګډو لارو چارو لټول وو. په ياده غونډه کې مولوي امیرخان متقي وویل، افغانستان د امنیت، سوداګرۍ او سیمه‌ ییز اتصال لپاره جدي ګامونه اخیستي او د اقتصاد محوره سیاست له لارې غواړي منځنۍ اسیا له سوېلي او لوېدیځې اسیا سره ونښلوي. د طالبانو بهرني چارسمبالي د افغانستان جیو-اکانومیک موقعیت ته په اشارې ویلي، هېواد يې هڅه کوي منځنۍ اسیا له سوېلي او لوېدیځې اسیا سره ونښلوي او د اقتصاد محوره سیاست له لارې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي. په غونډه کې د منځنۍ اسیا استازو هم د افغانستان له ثبات او اقتصادي فرصتونو ملاتړ څرګند کړ. د قرغیزستان استازي افغانستان مهم سیمه‌ ییز شریک وباله او ویې ویل چې د بندیزونو پالیسي ناکامه شوې او باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، په داسې حال کې چې د ترکمنستان استازي د ټاپي پروژې پرمختګ ته په اشارې اقتصادي همکاري د نورو همکاریو بنسټ وباله. د قزاقستان سفیر هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د رېل پټلۍ، ټرانسپورټ، ګمرکي اسانتیاوو او سوداګریزو نوښتونو په برخو کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي. دوی زیاته کړه چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژه هم د عملي کېدو پړاو ته نږدې شوې او افغانستان د سیمې په اقتصادي پلانونو کې مهم ځای لري. همداراز د ازبيکستان د بهرنیو چارو وزارت معین بابر عثمانوف افغانستان د ورېښمو لارې یو مهم او کلیدي شریک وباله او ویې ویل چې دا هېواد د سیمې د ټرانزیټ او اتصال په نوي پړاو کې د دوه میلیارده نفوس د نښلولو وړتیا لري، بل لور ته د تاجيکستان سفیر ښاغلي شریفي د افغانستان امنیت د خپل هېواد د بهرني سیاست لومړیتوب وباله او د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سیمه‌ ییزو غونډو ملاتړ او د ستونزو پر سوله‌ ییز حل يې ټینګار وکړ او د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه یې وکړه.

- Advertisment -spot_img