شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو په سرپل او زابل کې اته تنه په دُرو وهلي

 د طالبانو سترې محکمې یو ځل بیا خبر ورکړی، چې په سرپل او زابل ولایتونو کې یې د« نامشروع جنسي اړیکو» او غلا په تور اته کسان په دُرو وهلي دي. دغې محکمې یکشنبه د وري پر ۱۶مه، په جلا جلا اعلامیو کې ویلي، چې د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه د «نامشروع جنسی اړیکو» او غلا په تور له دوو تر درېیو کلونو پورې پر بند محکوم شول. طالبانو د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې دوه نور کسان هم په ورته تورونو له یو تر درېیو کلونو پورې پر بند محکوم کړل. طالبانو تر دې وړاندې په کابل کې د مخدره توکو د قاچاق په تور ۱۵ تنه شکنجه او بندیان کړي وو.

- Advertisment -spot_img