تمه ده سبا دوشنبې د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله د قرغیزستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. د فوټبال فدراسیون نن یکشنبې د (حمل۱۶مه) پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي،” ملي لوبډله د ازبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې د سبانۍ لوبې لپاره تمرینات ترسره کوي”. د منځنۍ اسیا د فوټبال د ټولنې د معلومات له مخې په دې سیالیو کې د افغانستان سربیره د ازبيکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجيکستان د فوټبال له ۱۷کم عمره لوبډلو ګډون کړی دی. دغې لوبې سبا د حمل په ۱۷مه پیلږي.



