د “چاینا پلس” په نوم یوې خبري پاڼې په خپل تازه خپاره شوي خبر کې د امریکا د پوځي او سیاسي وضعیت په اړه ټکان ورکوونکې ادعاوې او وړاندوینې کړي دي. دغې سرچینې د یوې سوځېدلې الوتکې د ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې داسې ښکاري، چې د امریکا د “بلیک هاک” جنګي چورلکو د نسکورېدو یوه اوږده لړۍ په لاره ده. دغه ادعا په داسې حال کې کېږي، چې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د امریکا او د هغوی د مخالفینو ترمنځ کړکېچ په بېساري ډول زیات شوی دی. همداراز دغې پاڼې د امریکا د کورني سیاست په اړه هم یوه جنجالي وړاندوینه کړې او ویلي یې دي: «زما وړاندوینه دا ده، چې ډونالډ ټرمپ به تر راتلونکي اوړي پورې د امریکا ولسمشر پاتې نشي.» که څه هم د دغو ادعاوو لپاره کوم کره شواهد نه دي وړاندې شوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې د امریکايي سیاستوالو او نظامي شنونکو پام ځانته اړولی دی.



