دوشنبه, جولای 27, 2026
دوشنبه, جولای 27, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مجاهد: د وروستيو اورښتونو او طبيعي پېښو له امله ۶۱ تنه مړه شوي

د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد ويلي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو له امله ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۶ نور ټپيان شوي دي. مجاهد نن (د اپرېل څلورمه) پر خپله ايکس‌پاڼه د ورښتونو له امله د رامنځته شوي ځاني او مالي زيانونو ارقام او جدول خپور کړی، چې په‌کې يې ويلي، په بېلابېلو هېوادونو کې د مرګ‌ژوبلې سربېره څلور تنه تري‌تم دي. دغه‌راز نوموړي ويلي، د سېلابونو له امله ۲۴۴۸ کورونه ړنګ شوي، ۲۶۸۴۱ کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او ۱۰۴۵ څاروي هم تلف شوي دي. د طالبانو وياند دا ارقام داسې مهال خپروي، چې له تېرې څه باندې يوې اوونۍ راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې سخت اورښتونه وشول او ويجاړوونکي سېلابونه راووتل، چې له امله يې د مرګ‌ژوبلې سربېره لوی لارې هم د تګ راتګ په مخه تړل شوي دي. د طالبانو وياند خلکو ته د مرستې رسونې او ژغورنې په اړه څه نه‌دي ويلي.

- Advertisment -spot_img