د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ م کال راهیسې په یاد هېواد کې د ډېرو افغانانو په ګډون یو میلیون غیرقانوني کډوال نیول شوي دي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، یوازې سږ کال هلته ۲۲ زره ۸۷۶ غیرقانوني کډوال نیول شوي، چې افغانان هم پکې شته. په راپورونو کې د ترکیې کورنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي، چې د نیولشویو غیرقانوني کډوالو له ډلې ډېر یې د افغانستان او سوریې هېوادونو وګړي دي. د راپور له مخې چې دا نیولشوي کډوال د اداري پروسیجرونو له بشپړولو وروسته «بېرته افغانستان ته د ستنولو په موخه» د شرناک ښار د کډوالو د راستنېدو مرکزونو ته لېږدول شوي وو. هغه مهال د ترکیې پولیسو ویلي وو چې د دغو کډوالو د قاچاق او غیرقانوني لېږد په تړاو یې درې کسان نیولي او قضایي چارواکو ته یې معرفي کړي وو. بلخوا د ترکیې کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د غیرقانوني کډوالو د پېژندلو، بنديکولو او بېرته خپلو هېوادونو ته د ستنولو لړۍ به روانه وي.



