شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین د کابل او اسلام‌اباد خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې کوربه چین په خبرو کې د دواړو لورو ترمنځ د پرمختګ خبر ورکړی دی. د چین بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۳مه نېټه، ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب هڅې روانې دي او په دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، دواړه هېوادونه د چین د منځګړیتوب هڅې ستايي او غواړي چې د خبرو لړۍ بیا هم دوام وکړي. د هغې په وینا، چین له دواړو لورو سره په بېلابېلو کچو او لارو نږدې اړیکې ساتلي او د خبرو لپاره یې مناسب چاپېریال برابر کړی دی. نوموړې زیاته کړې چې د خبرو بهیر تر اوسه په منظم ډول روان دی او دواړو لورو په ځینو مهمو ټکو باندې همغږي کړې ده، په ځانګړي ډول د خبرو د عملي څرنګوالي او د معلوماتو د خپرولو په اړه. چین ټینګار کړی چې که څه هم لا نور جزئیات شته، خو د اړتیا پر مهال به یې رسمي اعلان وکړي.

- Advertisment -spot_img