د شانګهای همکارۍ سازمان پورې اړوند یوه سیمهییز امنیتي بنسټ په تاشکند کې د یوې غونډې پر مهال خبرداری ورکړی، چې په افغانستان او سوریه کې «ترهګرو» ډلو خپلې جنګي وړتیاوې په بېساري ډول زیاتې کړي او دا موضوع د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته یو جدي ګواښ دی. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د سیمهییز جوړښت د شورا ۴۵مه غونډه د اپرېل په ۳مه د جمعې په ورځ په تاشکند ښار کې ترسره شوه. د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، غړو هېوادونو په دې غونډه کې د هغو ګواښونو د «بدلون او پیاوړتیا» په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې د افراطي او بېلتون غوښتونکو ډلو له لوري راولاړېږي. د شانګهای همکارۍ سازمان، چې له چین، روسیې، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو جوړ یوه سیاسي او امنیتي بلاک دی، په وروستیو کلونو کې د دغه بنسټ له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر همغږۍ تمرکز ډېر کړی دی. دا جوړښت د معلوماتو د تبادلې او د وسلهوالو ګواښونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو د همغږۍ د اصلي پلیټ فارم په توګه کار کوي. دا خبرداری په ۲۰۲۱ م کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې دوامداره اندېښنې په ډاګه کوي. سره له دې چې په هېواد کې دننه پراخې نښتې کمې شوي، خو د داعش د څانګو او نورو شبکو په ګډون وسلهوالې ډلې لا هم فعالې دي او د پولو هاخوا یې د بېثباتۍ په اړه اندېښنې راپیدا کړې دي. د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه په منځنۍ اسیا کې، په وار وار اندېښنه ښودلې چې دا ډلې ښايي د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د خپل ځان د بیا تنظیمولو، د نویو کسانو د جلبولو او له پولو هاخوا د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره ګټه پورته کړي. د شانګهای همکارۍ سازمان د سیمهییز جوړښت د شورا په اعلامیه کې د ترهګرۍ، افراطیت او بېلتون غوښتنې سره د مبارزې لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار شوی او د معلوماتو د تبادلې او د ګډو امنیتي اقداماتو د پراخولو غوښتنه شوې ده. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په سیمه کې جیوپولیټیکه ناڅرګندتیا زیاته شوې او په منځني ختیځ او سویلي اسیا کې هم مهاله بحرانونو د لا پراخې بېثباتۍ په اړه اندېښنې راپارولې دي.



