یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پوتین ارمنستان ته د تېلو لوی امتیاز منلی  

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، هېواد یې ارمنستان ته طبیعي ګاز د اروپا د اوسنیو بیو پرتله په ډېر ټیټ قیمت ورکوي. پوتین دا څرګندونې د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په لیدنه کې کړې دي. نوموړي ویلي، په اروپا کې د انرژۍ او ګاز بیې اوس له هر زر مکعب متره څخه تر شپږ سوه ډالرو اوښتې دي، خو روسیه همدا اندازه ګاز ارمنستان ته یوازې په یو سل او اووه اویا اعشاریه پنځه ډالرو پلوري. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د بیو په اړه وخت ناوخت بحثونه کېږي خو د ده په وینا، د بیو توپیر ډېر څرګند دی. پوتین ټینګار وکړ چې د انرژۍ په برخه کې دا لوی توپیر ښيي چې روسیه خپلو متحدینو ته ځانګړي امتیازات ورکوي.

- Advertisment -spot_img