د سوریې ولسمشر، احمد شرع بریټانیا ته د سفر پرمهال هلته د یاد هېواد له پاچا چارلز سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د احمد شرع او چارلز دا کتنه په «بکینګهم» ماڼۍ کې شوې او دواړه لوري د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو غږېدلي دي. په دې کتنه کې د بريټانیا پاچا له سوریې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او د دې هېواد له خلکو سره یې د بیارغونې په برخو کې د همکارۍ ژمنې تازه کړې دي. په راپورونو کې ویل شوي چې احمد شرع له دې کتنې مخکې د برېټانیا له لومړي وزیر، کېیر سټارمر او یو شمېر نورو چارواکو سره هم پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې. په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد نوي ولسمشر، احمد شرع له نړۍ په ځانګړې توګه له لوېدیځو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او څو ځلې یې امریکا ته هم خپل سفرونه کړي دي. د سوریې نوي لنډمهاله ولسمشر واک ته له رسېدو وروسته د امریکا له ولسمشر سره هم کتلي وو او د سوریې د بیارغونې په برخه کې یې د لوېدیځ د ملاتړ غوښتنې کړې دي.



