شنبه, اپریل 18, 2026
شنبه, اپریل 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له اوربند سربېره یمن کې ١٢٠٠ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې یا Save the Children په یوه راپور کې ویلي چې په یمن کې د اوربند له نافذېدو سره سره نږدې ۱۲۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ م کال د اپرېل له ۲مې نېټې راهیسې، چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب اوربند نافذ شو، لږ تر لږه ۳۳۹ ماشومان وژل شوي او ۸۴۳ نور ټپیان شوي دي. راپور زیاتوي چې نږدې نیمايي دغه پېښې د ماینونو او د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې دي او ماشومان د لویانو په پرتله څو چنده ډېر زیانمن دي. یادې ادارې خبرداری ورکړی، سره له دې چې عمومي تاوتریخوالی کم شوی، خو لا هم د جګړې اغېزې د ماشومانو پر ژوند جدي سیوری اچولی او هغوی یې له دوامداره خطرونو سره مخ کړي.

- Advertisment -spot_img