د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې او د “رواداري” بنسټ مسئولې شهرزاد اکبر، د طالبانو لخوا په تدوین شوې جزايي اصولنامه نیوکه کړې او ويلي يې دي، چې د طالبانو دغه اصولنامه د بشري حقونو د نقض ترڅنګ، له دیني او حقوقي نظره هم له خورا جدي ستونزو سره مخ ده. د هغې په وینا، د دغه متن کره مطالعه ښيي، چې لیکوالان یې نه یواځې دا چې په حقوقي مسایلو کې کمدقيقه دي، بلکې د دیني احکامو په برخه کې هم کافي پوهه نه لري. شهرزاد اکبر زیاتوي، چې د دغې اصولنامې محتوا د دې ښکارندویه ده چې طالبان له دین څخه یواځې د یوې ابزاري وسیلې په توګه ګټه اخلي ترڅو خپلې پرېکړې پر خلکو تحمیل کړي. نوموړې دغه راز د “رواداري” بنسټ د هغې بحث یادونه هم کړې، چې پکې بېلابېلو دیني عالمانو او حقوقي کارپوهانو د طالبانو د جزايي نظام پر نیمګړتیاوو خبرې کړي او هغه یې د اسلامي عدالت پر ځای د “چپه کولو وسيله” بللې ده. دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د امربالمعروف او عدلیې وزارتونو لخوا په دې وروستیو کې یو شمېر نوې کړنلارې او قوانین نافذ شوي چې په کور دننه او بهر یې د حقوقي متخصصینو اندېښنې پارولې دي.



