یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ له ناټو څخه د امریکا پر ایستلو غَور کوي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تازه په خپلو کې ويلي، چې له اوږدې مودې راهیسې پر ناټو د باور په اړه شکمن و او په وینا یې چې له امریکا څخه د ناټو پر اېستلو جدي غَور کوي. ټرمپ له ډیلي تلګراف ورځپاڼې سره د مرکې پرمهال ناټو ته د «کاغذي پړانګ» خطاب کړی او ویلي یې دي چې متحدینو یې د ایران پر وړاندې د امریکا له پوځي اقداماتو ملاتړ نه دی کړی. ټرمپ همدا راز ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پوهېږي، چې ناټو د کاغذي پړانګ غوندې دی او نوموړی پر دې غَور کوي چې امریکا له ناټو وباسي. د امریکا ولسمشر تر دې مخکې ویلي وو، چې واشنګټن د هرمز تنګي د ساتلو مسئولیت هغو هېوادونو ته پرېږدي، چې مستقیمه ګټه ترې اخلي. ټرمپ د ایران پر وړاندې له روانې جګړې څخه د وتلو خبره کړې او ویلي یې دي، چې دوی به تر راتلونکو دوو یا درېیو اوونیو پورې خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي. په راپورونو کې د ټرمپ په حواله تونده نیوکه شوې، چې د امریکا متحدینو د واشنګټن د هڅو کافي ملاتړ نه دی کړی. ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دوی د جګړې له پيله تر اوسه له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي.

- Advertisment -spot_img