جمعه, اپریل 17, 2026
جمعه, اپریل 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراق له څلور لسيزې څنډ وروسته د فوټبال نړیوال جام ته لار پیدا کړه

عراق بولیویا ته ۲-۱ په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام وروستۍ پاتې شوې څوکۍ خپله کړه او له څلورو لسیزو انتظار وروسته یې په تاریخي ډول دغو سیالیو ته بېرته لار ومونده. ایمن حسین په دویمه نیمایي کې د بریا ګول وواهه او عراق یې د کاناډا، مکسیکو او امریکا په کوربه توب د نړیوال جام د ۴۸م او وروستي ټیم په توګه ثبت کړ. علي الحمادي د لوبې په ۱۰مه دقیقه کې عراق ته لومړیتوب ورکړ، خو بولیویا د لومړۍ نیمایي په پای کې د مویسس پانیګوا په ګول لوبه مساوي کړه. په ۵۳مه دقیقه کې ایمن حسین د مارکو فرجي پاس په ګول بدل کړ او عراق یې یو ځل بیا مخکې کړ، چې دا پایله د لوبې تر پایه بدله نشوه. د عراق روزونکي ګراهام ارنولډ له لوبې وروسته ویلي: «زه باید لوبغاړو ته مبارکي ووایم، چې په رښتینې عراقۍ روحیه یې لوبه وکړه، دوی لوبېدل او ځانونه یې په خطر کې اچول.» هغه زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د روانو جګړو او ننګونو په جریان کې د ۴۶ میلیونه عراقیانو خوشحاله کول ورته لوی ویاړ دی. عراق د اسیا له وچې نهم ټیم دی، چې نړیوال جام ته وځي او په «آی» ګروپ کې به له فرانسې، ناروې او سینیګال سره مخ شي. دا له ۱۹۸۶ کال وروسته، چې په مکسیکو کې ترسره شوی و، د عراق دویم ځل دی چې نړیوال جام ته رسېږي.

- Advertisment -spot_img