د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ويلي، په بلخ کې یې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو ملاتړ کړی دی. د خوړو پروګرام په وینا، دغې ډلې ته یې لس زره امریکايي ډالره مرسته او اووه زره او پنځه سوه ډالره پور ورکړی، چې دا مهال یې کاري چارې ورسره چټکې شوې دي. د پراختیايي پروګرام په وینا، دغې کوچنۍ مرستې د دغو ځوانانو کار له یوې کوچنۍ خونې څخه تر بازارونو پورې رسولی چې دا مهال یې چارې ښې پر مخ ځي. د دغه پروګرام له لارې د کڼو ځوانانو دغه ټولنه دا مهال په بلخ کې په منظم ډول د موبایل ټیلیفونونو د ترمیم او د لوحو جوړولو عملي زدهکړې هم تر لاسه کوي. د معلوماتو له مخې، یاد ګروپ د کڼو کسانو لپاره نه یوازې د عاید زمینه برابره کړې، بلکې هغوی ته یې دا فرصت هم ورکړی چې په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي او له اقتصادي ستونزو ځان وباسي. د معلوماتو له مخې، د دې ډلې غړي خراب موبایلونه له بازاره اخلي، ترمیموي یې او بیا یې پلوري، چې له همدې لارې عاید ترلاسه کوي. ویل کېږي چې تر اوسه د ډلې ځینو غړو خپل کوچني کاروبارونه هم پیل کړي دي.



