یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیې یو بريتانوی ډیپلومات د جاسوسۍ په تور شړلی

روسیې یو بريتانوی ډیپلومات د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې څخه شړلی او امر یې کړی، چې نوموړی باید په راتلونکو دوو اونیو کې هېواد پرېږدي. د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو FSB ویلي، چې د استخباراتو ضد څانګې د پلټنو پر مهال موندلې، چې د برتانیا د سفارت دوهم سکرتر البرتوز ګيرادوس جونس ون رينس بور په جاسوسي فعالیتونو کې ښکېل و. يادې ادارې زیاته کړه، چې دغه ډیپلومات د داسې معلوماتو په راټولولو بوخت و، چې د روسیې د ملي امنیت پر ضد کارېدلی شو، خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې دوشنبه د (مارچ ۳۱) ناوخته خپره شوې ویلي، د ملي قوانینو د سرغړونې له امله د یاد ډیپلومات ډیپلوماتیک اعتبار لغوه شوی دی. وزارت دا هم ویلي، چې دا اقدام د ډيپلوماتیکو اړيکو د نهمې مادې له مخې شوی، چې له مخې یې هر هېواد حق لري یو بهرنی ډیپلومات “نا مطلوب شخص” اعلان کړي او له خپل هېواده یې وباسي. د چارواکو په وینا، دا پرېکړه د روسیې د ملي ګټو د ساتنې او امنیت د ټینګښت لپاره شوې ده. دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې د روسیې او بریتانیا ترمنځ اړیکې لا له وړاندې هم ترینګلې دي او دا ډول اقدامات کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیک کړکېچ نور هم زیات کړي. تر اوسه د بريتانیا حکومت په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو اټکل کېږي چې لندن به په دې اړه غبرګون وښيي.

- Advertisment -spot_img