د اسرائیلو پارلمان «کنیست» هغه قانون تصویب کړی، چې له مخې به یې په دویمه او درېیمه برخه کې د فلسطینیانو د اعدام اجازه ورکول کېږي. د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو په ګډون ۶۲غړو د دغه قانون په پلوۍ رایه ورکړې ده. الجزیرې ویلي، د دغه قانون له مخې به نظامي محکمې هغو فلسطینیانو ته د اعدام سزا ورکوي، چې د اسرائیلیانو د وژلو په تور محکوم شي. ویل کېږي، دغه قانون به راتلونکو ۳۰ ورځو کې نافذ شي، خو د اسرائیلو پارلمان دغه پرېکړه له ځان سره پراخ غبرګونونه هم لري، د بښنې نړیوال سازمان دغه اقدام د فلسطینیانو پر وړاندې له تبعیض څخه ډک بللی، چې د اپارتایډ سیستم به نور هم پیاوړی کړي. په ورته مهال د لبنان پلازمېنه بیروت کې د یاد قانون تصویب په غبرګون لاریونونه هم په پام کې نیول شوي دي.



