یکشنبه, اپریل 19, 2026
یکشنبه, اپریل 19, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

” تېر کال ۱۴۹۲ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی”

د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) وايي چې په تېر کال کې په ټوله نړۍ کې د نړیوالو کډوالیو پر مهال ۱۴۹۲ افغان وګړي مړه شوي او یا هم لادرکه شوي دي. د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په ټولیزه توګه د اسیا او اقیانوسیې هېوادونو ۲۷۲۲ وګړي مړه شوي، چې تر ټولو ډېر یې د افغانستان او په دویمه درجه کې د میانمار اوسېدونکي وو. د دې راپور پر بنسټ، ډېری ثبت شوې پېښې د افغانستان او ایران ترمنځ په ځمکنۍ لارو او همدارنګه د بنګال خلیج او اندامان سمندر په سمندري لارو کې رامنځته شوې دي. په راپور کې راغلي چې د دې مړینو ۹۱ سلنه د سیمې په دننه کې شوې ده؛ داسې چې لږترلږه ۲۴۷۱ تنه د اسیا او اقیانوسیې په سیمه کې مړه یا لادرکه شوي، چې په دې کې ۱۵۴۷ تنه په جنوبي اسیا، ۹۲۰ تنه په جنوب ختیځه اسیا او ۴ تنه په ختیځه اسیا کې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د اسیا او اقیانوسیې سیمې بهر، لږترلږه د دغو سیمو ۲۵۱ وګړي د نړۍ په نورو برخو کې د کډوالۍ په لارو کې مړه یا لادرکه شوي، چې ډېری یې اروپا ته پر لارو یا د اروپا په دننه کې پېښې شوې دي. د دغه سازمان په وینا، په دې منځ کې د جنسیت او عمر جلا کول لا هم نیمګړي دي؛ داسې چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د نږدې ۴۰ سلنه ثبت شویو مړینو په اړه د جنسیت او عمر معلومات نشته. د شته معلوماتو له مخې، ډېری هغه افغانان چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، بالغ نارینه وو، په داسې حال کې چې د روهینګیایي مړو شوو کډوالو لویه برخه احتمالاً بالغې ښځې او ماشومان وو. یاد سازمان ټینګار کوي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ۲۷۴۵ مړینو له ریکارډ وروسته، دا په نړۍ کې پرله پسې دویم کال دی چې د مړینو شمېر له ۲۷۰۰ څخه اوړي. دا ارقام د کډوالو پر وړاندې پراته دوامداره خطرونه او د کډوالو د ملاتړ د پیاوړتیا بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.

- Advertisment -spot_img