د ملګري ملتونه د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي چې په افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مارچ له ۲۶مې تر ۳۱مې لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه شوي دي. دغې ادارې د سېشنبې په ورځ (د وري په ۱۱مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې څه باندې ۹۰۰ کورنۍ د سېلابونو له امله اغېزمنې شوي او څه باندې ۶۰۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي. اوچا زیاته کړې، چې تر اوسه ۱۵۷ کورنیو ته مرستې رسېدلې دي؛ خو د اړتیاوو د ارزونې او ځواب ویلو بهیر لا هم دوام لري. د دغې ادارې په وینا، وړاندې شوې شمېرې لومړنۍ دي او ښایي د نورو ارزونو له دوام سره بدلون ومومي.



